نیمروز او تخار ولایتونو کې د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو په اساس د نیمروز فوټبال غوره لیګ چې څلور میاشتې مخکې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د ابو مسلم فوټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دغه لیګ کې سعادت، سیستان، برادران نورزاد، ابو مسلم، انقلاب، استقلال، ښایسته اتلان، میوند او همبستګي لوبډلو ګډون کری وو چې د دې سیالیو اتلې لوبډلې د افغانستان د سوېل لوېدیځ اتلانو لیګ کې د لوبېدو جواز هم ترلاسه کړ.
په تخار کې هم د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د تخار فوټبال فدراسیون رئيس سمېعالله صالحزاده وايي، د تخار فوټبال غوره لیګ کې ۱۰ لوبډلو ۴۵ ورځې یو له بل سره سیالۍ وکړې چې دا لیګ د پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دغه لیګ کې پيروزي، اریانا، شیوا، بولدک ورتهبز، ارمان، نور بنیاد، سید عبدالله، تخار باستان، نورین او استقلال لوبډلو ګډون کړی و.