د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست: د رسمیت پېژندنې شرطونه مو پوره کړي
![د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست: د رسمیت پېژندنې شرطونه مو پوره کړي](https://gdb.rferl.org/05450000-0a00-0242-bc59-08d98989e2b5_cx59_cy23_cw40_w800_h450.jpg)
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، دوی د یوه مسول حکومت په توګه د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه پوره کړي دي.
امیرخان متقي دا خبره پرون ماښام په دوحه کې هغې ناستې ته وکړه چې د ۱۴ هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو ګډون په کې کړی وو.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د غونډې ګډونوال تر ډېره د اروپایي هېوادونو ډپلوماتان وو.
امیرخان متقي د رسمیت پېژندنې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه هم کړې چې امریکا ته ووایي، د افغانانو پر ملي شتمنۍ بندیزونه لېرې کړي.
طالبانو غونډه کې ویلي، دوی له څلویښتو کلونو وروسته په افغانستان کې یو حاکم نظام رامنځته کړی دی.
د طالبانو د حکومت نژدې دوه نیمې میاشتې پوره شوې، خو تر اوسه چا په رسمیت نه دي پیژندلی.