ډک ورټ: بې پلوه کمېسیون دې افغانستان کې د امریکا د جګړې هر اړخ وڅېړي
![ډک ورټ: بې پلوه کمېسیون دې افغانستان کې د امریکا د جګړې هر اړخ وڅېړي](https://gdb.rferl.org/F983AE61-D969-47D3-B536-9F7BBFB0BFD9_cx26_cy8_cw41_w800_h450.jpg)
د امریکا یوې سناتورې او په عراق کې د پوځ پخوانۍ افسرې وړاندیز کړی چې یو بې پلوه کمېسیون دې افغانستان کې د دوی د شل کلنې جګړې هر اړخ وڅېړي.
ټامي ډک ورټ ( Tammy Duckworth) چې د عراق په جګړه کې يې پښې هم له لاسه ورکړي پرون وویل: "موږ باید پوه شو چې افغانستان کې مو کومه تېروتنه کړې ده."
دغې سناتورې ویلي، د امریکایي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر افغانستان کې ولګول شول، خو ملت جوړونه ونه شوه او د دوی له راوتلو سره په یوه اوونۍ کې نظام ړنګ شو.
له دې وړاندې بیا د امریکا د ولسمشر په ګډون نورو چارواکو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې او ویلې یې دي، دوی هغه هدف ترلاسه کړ چې پسې راغلي وو.