د مالیې وزارت: په لومړنیو خوراکي توکو محصول کم شوی
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا چې په هېواد کې د اوړو، غوړیو او بورې مصرف ډېر دی، د دې اجناس محصول یې هم کم کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، که پخوا د یو ټن اوړو محصول ۳۰۹۵ افغانۍ و، اوس به ۱۰۰۰ افغانۍ محصول ترې اخیستل کېږي چې د پخوا پرتله ۶۷.۷ سلنه کم شوی دی.
همدا ډول د یو ټن غوړیو محصول پخوا ۵۸۸۵ افغانۍ و، خو له دې وروسته به ۲۰۱۲ افغانۍ محصول ترې اخیستل کېږي چې د پخوا پرتله ۶۵.۸ سلنه کموالی په کې راغلی دی.
همدا ډول یو ټن بوره چې مخکېنی محصول یې ۳۴۸۳ افغانۍ و او د یو ټن غوړیو محصول ۱۵۴۸ افغانۍ و، هم ۶.۵۵ سلنه کموالی په کې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې توکو ترڅنګ درمل هم په هېواد کې ډېر مصرفېږي او مخکې یې د واردولو په برخه شل زره کوډونه و چې فساد ته یې لاره جوړه کړې وه، خو په اوس وخت کې یو کود ورته جوړ شوی چې واردول یې اسانه او د درملو د قاچاق مخه ونیول شي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي چې ځینې نور توکي لکه وچه مېوه، سګرېټ، موبایل او پي وي سي ته به د جنسیت تغییر ورکول کېږي، خو اوس سوداګر هڅول کېږي چې په داوطلبانه او قانوني ډول حکومت ته محصول ورکړي.
د مالیې وزارت ازادي راډیو ته وویل، د روان کال د وږي میاشتې په ۲۶مه نېټه ګمرکي عواید ۱،۰۷ میلیارده افغانۍ و، خو اوس د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه دا رقم ۴،۶ میلیارده افغانيو ته پورته شوی دی.
د طالبانو حکومت داسې مهال د عواید د لوړېدو خبره کوي چې دوی له واکمنېدو وروسته ډېرخلک بې کاره شوې دي، د فقر کچه لوړه شوې او د دولت مامورین چې ډېرو یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، د لومړنیو توکو د نرخونو له لوړېدو شکایت کوي.