د طالبانو د حکومت د کرنې وزیر له ترکیې د مرستو غوښتنه وکړه
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې ویلي دي چې افغانستان او ترکیه ډېر مشترکات لري او وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو ته په کتو یې له ترکیې د کرنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالرحمان راشد د کانالونو او څړځایونو په جوړولو کې هم له ترکیېد مرستو غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د دوامداره مرستو په کولو ټینګار وکړ او ويې ویل چې تېرو شلو کلونو کې هم هېواد یې له افغانستان سره همکاري کړې ده.
نوموړي د کرنې وزارت له سرپرست سره په دې لیدنه کې د بزګرو د روزنې ترڅنګ د ذخېرو او سړو خونو په جوړولو کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې پخوا هم د ترکیې او افغانستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼ تړونونه شوي وو.