طالبان: په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته نهیو بلل شوي
![طالبان: په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته نهیو بلل شوي](https://gdb.rferl.org/1c71cc56-3599-446a-9fe4-b6793b342ea4_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت وايي چې په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته دوی نهدي بلل شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه غونډه چې په ایران کې جوړېږي د افغانستان د ګاونډیانو غونډه ده. موږ تهیې تر دې دمه بلنه نهده رالېږلې. موږ د جزئیاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسهیې ځواب نهدی راکړی."
ایران هم تر اوسه نهدي ویلي چې طالبانو تهیې په دې غونډه کې د ګډون بلنه استولې کنه، خو ښاغلي مجاهد وویل، دا غونډه د افغانستان په ګټه ده.
د ایران فارس خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې په تهران کې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
راپور زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به هم په انلاین ډول په غونډه کې حاضر وي، خو په غونډه کې د روسیې د ګډون په اړه تر اوسه څه نهدي ویل شوي.