ایران کې د زنداني شوې ایرانيالاصله بریتانوۍ مېړه د خوړو اعتصاب پيل کړ
![ایران کې د زنداني شوې ایرانيالاصله بریتانوۍ مېړه د خوړو اعتصاب پيل کړ](https://gdb.rferl.org/6829d527-23f8-41c9-8b3f-1cd6c92c00fe_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
ایران کې د زنداني شوې ایرانيالاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف مېړه د خوړو اعتصاب پيل کړی دی.
زاغري له پنځو کلونو راهیسې ایران کې زنداني ده او خاوند یې وروسته تر دې پرون د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د خوړو اعتصاب پیل کړ چې محکمې یو کال نور هم په زندان کې د پاته کېدو حکم ورکړ.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د زاغري خاوند ریچارد راتکلیف غواړي د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې په خپل اعتصاب پر صدراعظم بورېس جانسون فشار راوړي چې د مېرمنې د ازادۍ لپارهیې هڅه وکړي.
نازنین زاغري ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال په تهران کې ونیول شوه چې له کورنۍ سره تر لیدو وروستهیې غوښتل بېرته بریتانیا ته ستنه شي.
پر هغې تور دی چې د ایران د رژیم په وړاندې یوه توطئه کې لاس لري، خو هغې دا تورونه رد کړي دي.