پنټاګون: راوستل شوېو افغانانو کې کابو نیمايي ماشومان دي
![پنټاګون: راوستل شوېو افغانانو کې کابو نیمايي ماشومان دي](https://gdb.rferl.org/e4277a6d-c7a6-49b8-be65-7624f0878329_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د امریکا پوځي اډو ته د راوستل شوېو افغانانو کابو نیمايي ماشومان دي.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر لوېډ اسټن د لیک پر اساس، له افغانستانه نژدې ۵۳ زره تنه ایستل شوي او د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو پوځي اډو کې دېره کړای شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د کانګرس د اوکلاهما د جمهوریپال ګوند د غړي سناتور جېم اینهوف پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې د دغو افغانانو نژدې نیمايي ماشومان دي.