ګرېګوري: ځینو اروپايي هېوادو ته د پناه غوښتونکو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی
![ګرېګوري: ځینو اروپايي هېوادو ته د پناه غوښتونکو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی](https://gdb.rferl.org/f17881d8-2c50-44bf-8f5d-a959fb5eae4d_w800_h450.jpg)
د پناه غوښتونکو یوه ملاتړې موسسه وايي، د سږکال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د اروپايي اتحادیې غړیو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ د اروپايي موسسې رييسه نینا ګریګوري وايي، د تېرکال د ورته مودې پرتله اروپا ته د کډوالو د شمېر په زیاتېدو کې د نورو عواملو ترڅنګ د افغانستان وضعیت لوی رول لرلی دی.
د دې په وینا د سږکال په اګسټ کې د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې د پناه ۵۶ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۱۰ زره یوازې د افغانانو دي.
د اغلې ګرېګوري په وینا د دغو کسانو په منځ کې یو شمېر هغه افغانان هم شامل دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کابل له هوايي ډګره ایستل شوي دي.