امریکا او څو اروپايي هېوادونو د شمالي کوریا راکټي ازموینې غندلي
متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو اروپايي غړو هېوادونو د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینې غندلي او ویلي یې دي، دا اقدام ښیي چې پر دغه هېواد د بندیزونو زیاتوالي ته بېړنۍ اړتیا ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لینډا توماس پرون له شمالي کوریا وغوښتل چې خپل غیر مسئولانه پاروونکي اقدامات دې ودروي.
په همدې حال کې ایرلنډ، فرانسې او استونیا هم له شمالي کوریا غوښتي چې د اټمي پروګرام په ګډون دې د بالسټیک توغندیو له پروګرامه لاس واخلي او خپل بې ثباته کوونکي اقدامات دې ودروي.
دا ټولې تبصرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د تړلو دروازو تر شا له یوې بېړنۍ غونډې مخکې مطرح شوي.
ملګرو ملتونو ته د امریکا استازي توماس ګرینفېلډ د ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې پر شمالي کوریا لګېدلي د ملګرو ملتونو بندیزونه دې په بشپړه ډول عملي کړي.
ده زیاته کړه چې د دغو بندیزونو په عملي کولو سره به د شمالي کوریا مخه ونیول شي چې د ډله ییزې وژنې وسلو او د بالسټیک توغندیو جوړولو لپاره مالي او تکنالوژکي امکانات تر لاسه کړي.
شمالي کوریا ویلي، د وسلو د وروستیو ازموینو هدف يې امریکا نه وه او دا اقدام یې د خپل هېواد د دفاع په خاطر کړی دی.