افغان سوداګر: د صادراتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي
![افغان سوداګر: د صادراتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي](https://gdb.rferl.org/5b5d85d1-7aba-460a-a7f9-120a8b769522_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
افغان سوداګر وايي، دا چې د تورخم لاره بنده شوې نو له پاکستانه د صادراتو او ورادتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي.
د دې سوداګرو په وینا، لس ورځې کېږي، په سوداګریزو توکو بار موټر یې په تورخم بندر کې ولاړ دي او پاکستان ته د دننه کېدلو اجازه نه ورکول کېږي.
افغان سوداګر شکایت کوي چې د بندرونو بندېدلو دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار وايي، تېره ورځ د افغان سوداګرو د مېوو او سبزیو موټرو ته اجازه ورکړل شوه چې د پاکستان خاورې ته دننه شي.
د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي چې د افغان سوداګرو په سوداګریزو توکو بار ټولو موټرو ته اجازه ورکړل شي چې د پاکستان خاورې ته دننه شي.
ازادي راډیو وغوښتل د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو هغوی په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.