د بښنې نړیوال سازمان: ناممکنه ده چې افغانان دې له خپل هېواده ووځي
![د بښنې نړیوال سازمان: ناممکنه ده چې افغانان دې له خپل هېواده ووځي](https://gdb.rferl.org/13c86dd0-7612-455c-a6e3-83e68164c640_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل وایي، تقریباً ناممکنه ده چې افغانان دې وکولای شي له خپل هېواده ووځي ځکه ګاونډیو هېوادونو پرې پولې تړلي دي.
امنیسټي انټرنیشنل په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پرمخ پولې تړلې او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري.
د امنیسټي انټرنیشنل په وینا دې کار له غیرقانوني لارې د افغانانو وتل ستونزمن کړي دي.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپور سره سم امنیسټي انټرنیشنل پر دولتونو غږ کړی چې له سختې بېروکراسۍ پرته دې پریږدي چې افغانان بهر ته لاړ شي او هغو ته دې چې ډېر زیانمنیدونکي دي، پر بشري اساس ویزې ورکړي.
له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، یو زیات شمېر افغانان چې وېره لري طالبان به ترې غچ واخلي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې له هېواده ووځي.