افغانستان کې د ښځو چارو ریاست ولې مهم وو؟
![افغانستان کې د ښځو چارو ریاست ولې مهم وو؟](https://gdb.rferl.org/1769FB1D-AE45-4A1C-8649-404E27A5B2FE_cx29_cy0_cw51_w800_h450.jpg)
وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې د ښځو چارو وزارت پرځای د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ، د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت کې د ښځو چارو ریاست هم په دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم ونومول شو.
طالبانو د سېپټمبر میاشتې په اوومه نېټه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نشته.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير د کندهار له یوې فعالې مذلفه کاکړ سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې ولې د ښځو چارو ریاست مهم وو؟
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ: