په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو پیل شو
![په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو پیل شو](https://gdb.rferl.org/2c2b6f2f-ea73-4314-8b6b-39c6dca2bc7a_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو نن د دغه ښار په پرېزدنټ هوټل کې پیل شوه.
په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو د استازو ترڅنګ د طالبانو د رئیسالوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون یو پلاوی ګډون لري.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې په پیل کې وینا وکړه.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه مخ په زیاتېدو دي او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان ناکرارۍ به منځنۍ اسیا ته خپرې شي.
د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ کال څخه پیل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.