خلیلراد: افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون مخته سترې ننګونې لري
![خلیلراد: افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون مخته سترې ننګونې لري](https://gdb.rferl.org/8c107d18-4588-46c7-9320-d3ecd4b033dd_cx0_cy8_cw59_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلراد وايي، امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي، د امریکا لپاره جګړه ختمه شوې خو دا وروستی څپرکی نه دی بلکې افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون مخته سترې ننګونې لري.
خلیلزاد دا ټویټ وروسته له دې کړی چې توماس ویسټ یې پرځای د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو.
ده د ځانګړي استازي له دندې د ځان د ګوښه کېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې په دې ویاړي چې امریکایانو ته یې خدمت کړی دی.
یو شمېر افغانان پر خلیلزاد انتقاد کوي او وايي چې د ده تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۰ میلادي د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې موافقې د طالبانو بیا واکمنېدو ته لار هواره کړه.