د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو پلاوی مسکو ته ورسېد
![د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو پلاوی مسکو ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/D58F3AB2-9E4D-4FB3-9771-44FD6CCE6F74_cx0_cy0_cw99_w800_h450.jpg)
د طالبانو د رئیسالوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی مسکو ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ده چې نن د مسکو فارمټ غونډه د افغانستان د ګاونډیو په شمول د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه مخ په زیاتېدو دي او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان ناکرارۍ به منځنۍ اسیا ته خپرې شي.
د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷م کال څخه پیل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.