دمیتري موراتوف او ماریا رسا د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکي شول
د روسیې د خپلواکې ورځپاڼې (نوو ایا ګازتا) لوی مدیر دمیتري موراتوف او فیلیپین ټبره امریکایۍ ژورنالېسته ماریا رسا د سږ کال نوبل د سولې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.
دا جایزه به په فیلیپین او روسیه کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کې د دوی د زړورتیا لپاره رسا او موراتوف ته ورکړل شي.
د ناروې نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن نن په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناروې نوبل کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل د سولې جایزه ماریا رسا او دمیتري موراتوف ته ورکړي چې د بیان د ازادۍ د ساتلو لپارهیې هڅه کړې او دا د ډیموکراسۍ او تلپاتې سولې لپاره یو شرط دی."
د نوبل د سولې جایزه تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو، اف، پي) ته ورکول شوې وه.
د ملګرو ملتونو دغه برخې دا جایزه د نړۍ لوږې سره مبارزه کې د دوی د ښې ونډې له امله ترلاسه کړې وه.