ځېنې وسلوال د طالبانو په نوم له خلکو جبري خواړه غواړي
دوی وايي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او دوی خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو وړتیا نه لري، په عین وخت کې ورته ستونزمنه ده، څو طالبانو ته هم باج ورکړي.
یوه له همدې کسانو د کابل ولایت په کوهدامن ولسوالۍ کې اوسیږي، نوموړی ځان د ورپېښ امنیتي ګواښونو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط وايي چې طالبانو ته د ډوډۍ د ورکولو وړتیا نه لري.
یوه ۳۲ کلنه مېرمن چې د ۷ ماشومانو مور هم ده وايي، خاوند یې د شاقه کارونو په ترسره کولو سره په ډېر سختۍ توانیږي چې کورنۍ ته یې په ورځ کې د یوه او یا دوه وختونو ډوډۍ برابره کړي.
هغې وویل چې طالبانو په نوم ترې وسلوال په نوبتي ډول له هرې کورنۍ خواړه غواړي: "همداسې په نوبت وار ډول زمونو کورونو ته راځي. موږ ته وايي چې راته خواړه برابر کړه، ما کله چې ورته خواړه برابر کړل نو هغه یې ونه منل او راته یې ووېل چې موږ ته غوښه او وریجې برابرې کړه. ما له ګاونډیانو زر افغانۍ په پور واخیستې او ولاړم دوی ته مې خواړه برابر کړل."
د هېواد په بله څنډه کې په شمالي بغلان ولایت کې هم خلک له ورته ستونزې څخه سر ټکوي.
د بغلان ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي د طالبانو له وېرې خپل نوم څرګند کړي، زیاتوي چې د پخواني دولت کار کوونکی و او درې میاشتې کېږي چې خپله تنخوا یې نه ده ترلاسه کړې.
ده وویل چې کورنۍ ته یې د خوړو برابرول ورته ستونزمن کار دی، خو اړ شوی چې په تېره یوه اوونۍ کې شلو کسانو ته چې د طالبانو له آدرسه ورغلي وو، وریجې او لوبیا تیار کړي.
دی زیاتوي: "د کلي د وکیل او د نورو مشرانو په وسیله یې خلکو ته اطلاع راکړه، موږ د پلخمري په درېیمه ناحیه کې اوسېږو له سیمې یې لېست اخیستی او جومات پر جومات یې اطلاع ورکړې او پر دوه کورنیو یو وخت ډوډۍ حواله کوي."
په همدې حال کې طالبان وايي چې خپلو وګړو ته یې اجازه نه ده ورکړې، څو له خلکو خواړه او ډوډۍ وغواړي او وايي، که داسې ستونزه موجودې وي هغه به حل کړي.
د طالبانو د ویاند یوه مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د اسلامي امارت مجاهدین اجازه نه لري چې له چا په زور خواړه وغواړي او یا څوک اړ کړي چې هغوی ته ډوډۍ ورکړي. موږ په دې اړه معلومات کوو ګواکې داسې څوک وي او نا مسئول کس به وي او د مجاهدینو له نامه به استفاده کوي."
تردې مخکې هم ځینو کسانو پر طالبانو ورته تورونه پورې کړي چې ګڼ شمېر افغانان یې په مختلفو ولایتونو کې په زور کډوال کړي او له خلکو د اخاذۍ ترڅنګ یې کور په کور تلاشي هم ترسره کړې ده.
د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحید الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال له لومړیو را په دېخوا ۱۸ میلیونه افغانان په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې ۱۴ میلیونه کسان خوراکي توکو ته اړتیا لري.