سویس کې افغان سفارت د امرالله صالح په مشرۍ خپل کار ته دوام ورکوي
په سویس کې د افغانستان سفارت وايي، د امرالله صالح په مشرۍ به د افغانستان حکومت په تبعید کې خپل کار ته دوام ورکړي.
په سویس کې د افغانستان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، ژر به د دولت درې ګونې قوې؛ اجراییه، قضاییه او مقننه په تبعید کې فعالې شي.
په دې بیان کې نه دي ویل شوي چې د ښاغلي صالح په مشرۍ حکومت به په کوم هېواد کې جوړ شي.
خو وروسته له دې چې د اګسټ په پنځلسمه طالبانو کابل ونیوه او د افغانستان ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته لاړ، امرالله صالح په پنجشېر کې ځان د هېواد سرپرست ولسمشر اعلان کړ او اوس ویل کېږي چې نوموړی احتمالاً په تاجکستان کې دی.
په سویس کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د خلکو په رایو منتخب مشروع دولت بلل شوی دی.