بلخ کې ځینې ښځې: طالبان ښار کې له محرم پرته زموږ د حضور ممانعت کوي
یوه له دغو ښځو معصومه د هغې ۲۳ کلنې نجلۍ مستعار نوم دی چې تر کابو یوې میاشتې دمخه هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو د حقونو فعاله وه.
هغه چې د یوې داخلي مؤسسې کارکوونکې وه، د کار ترسره کولو لپارهیې هره ورځ له بلخ ولسوالۍ تر مزار شریف ښار تګ راتګ کاوه.
معصومه وايي چې اوسیې طالبان د کار کولو ممانعت کړی.
هغې وویل: "د دغې ډلې غړي ښځو ته په تنهايي د تګ راتګ اجازه نهورکوي. همداراز هرې کورنۍ تهیې ویلي چې په دفترونو او د کار په ځایونو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیسي."
معصومې ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو د حضور له امله نهیوازې د ښځو لپاره حق غوښتنه نهشي کولای، بلکې دا چې خپل حقوقیې هم د طالبانو لهخوا سلب شوي، دا ورته د ژوند ستره اندېښنه ده.
هغه وايي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پرته له کوم محرم د ښځو په تګ راتګ ممانعت وضع کړی.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته دا ادعاوې رد کړې او هغهیې پروپاګنډ بللي.
هغه زیاته کړې چې ښځې په خپله پر ځانونو محدودیتونه وضع کوي.
د بلخ ولسوالۍ د جوزا په ۳۱مه نېټه د طالبانو په لاس سقوط شوه.
د بلخ امنیتي چارواکو هم منلې چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې ساحو کې خپل سره قوانین پلي کوي.
د دغه ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په بلخ، چهاربولک، چمتال او شولګره ولسوالیو کې له خلکو غوښتي څو د یادې ډلې د غړو مالي مصارف او خواړه ورته برابر کړي.
هغه وویل چې یادې ډلې همداراز له ښځو غوښتي څو په کورونو کې پاتې شي.
ده زیاته کړه: "طالبان ښځو ته له شرعي محرم پرته د باندې وتلو اجازه نهورکوي. دوی نور قیودات هم پر خلکو وضع کړي او له هغوی باج اخلي."
په همدې حال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو د حقوقي وضعیت په اړه اندېښنه ښولې.
په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر مسؤل غلام رباني فرید ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو لهخوا په ټولنه کې د ښځو د حضور ممانعت او کار ته د ښځو نهپرېښودل د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې خلاف عمل دی.
طالبان په بلخ کې له ۱۴ ولسوالیو پر ۹ ولسوالیو بشپړ تسلط لري او په پنځو نورو ولسوالیو کې هم چریکي حملې ترسره کوي.
تر دې دمخه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې طالبانو په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم پر ښځو ځیني محدودیتونه وضع کړي ترڅو په ټولنه کې له حقوقي او ټولنیز فعالیتونو لاس په سر شي.