امریکا ته د ځینو افغانانو د ویزو په اړه کانګرس لایحه تصویب کړه
![امریکا ته د ځینو افغانانو د ویزو په اړه کانګرس لایحه تصویب کړه](https://gdb.rferl.org/3B98B155-E648-46E6-AFA5-42E58AB33E8D_w800_h450.jpg)
د امریکا د استازو جرګې پرون پنجشنبه یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې هغو افغانانو ته چې له امریکايي او ايتلافي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده، د ځانګړو وېزو د ورکولو پروام پراخیږي او چټکېږي.
دا لایحه په لوی اکثریت یعنې د ۱۶ مخالفو رایو پر وړاندې په ۴۰۷ موافقو رایو تصویب شوه.
اوس به دا لایجه سنا جرګې ته وړاندې شي.
زرګونه افغانان چې تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره مرسته کړې او اوس احساس کوي چې د طالبانو له لوري له جدي خطر سره مخامخ دي. دوی د امریکا او نورو هیوادونو وېزو ته انتظار دي.