د ننګرهار پولیس: یوه کور کې ۴۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
![د ننګرهار پولیس: یوه کور کې ۴۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي](https://gdb.rferl.org/9587289A-8B30-4EA1-906E-2C21B42A9B2F_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولايت په يوه کور کې نژدې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول.
د ننګرهار له نشه يي موادو د مبارزې ځانګړو پولیسو پر يوه کور د عملیاتو په نتیجه کې ۱۹۰کيلوګرامه تارياک،۹۰ کيلوګرامه چرس، ۵۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه، ۲۲ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد او ۸ لېټره تېزاب د پولیسو لاس ته ورغلل.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د توليد او ساتلو په تور يو تن هم نيول شوی دی.