جرمني او بلجیم کې سېلابونو ۵۸ کسان مړه کړي او شااوخوا ۱،۳۰۰ نور تري تم شوي
![جرمني او بلجیم کې سېلابونو ۵۸ کسان مړه کړي او شااوخوا ۱،۳۰۰ نور تري تم شوي](https://gdb.rferl.org/d284e9da-6918-4d5a-8de9-aad9ea33e686_w800_h450.jpg)
د جرمني په لوېدیځ او بلجیم کې د درنو سېلابونو له کبله لږترلږه ۵۸ کسان مړه شوي او شااوخوا ۱،۳۰۰ نور کسان تري تم شوي دي.
دا د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په سېلابځپلو سیمو کې د چارواکو په حواله راپور کړي.
سېلابونه اکثر د جرمني په لوېدیځو سیمو کې خلکو ته زیانونه اړولي.
په دغو سیمو کې درانه اورښتونه د سیندونو د ډکېدو او د سیند غاړو د ورانېدو سبب شول.
پرون دغو سېلابونو ملکیتونو ته هم زیان اړولی او د ګڼو سړکونو د تړل کېدو او په ډلهییزه توګه له کورونو د خلکو د وتلو سبب شول.