د نړۍ د ټېنس لومړی نمبر لوبغاړی د توکیو المپیکي لوبو کې برخه اخلي
![د نړۍ د ټېنس لومړی نمبر لوبغاړی د توکیو المپیکي لوبو کې برخه اخلي](https://gdb.rferl.org/a5cf4296-090d-4b43-92e6-c6686bfd2c7b_w800_h450.jpg)
د نړۍ د ټېنس لومړي نمبر لوبغاړي نواک جوکوویچ ویلي توکیو ته ځي او په المپیکي لوبو کې برخه اخلي.
جوکوویچ سږ کال درې نړیوالې اتلولۍ د فرانسي ازادې سیالۍ، د اسټرالیا اوپن او د انګستان ویمبلدون ګټلي او که المپيک کې سرو زرو مډال واخلي د څلورو نړیوالو لوبو ریکارډ به جوړ کړي.
جوکوویچ په خپل ټویټر لیکلي خوشحاله دی چې د صربیا د ټیم په ګټه په المپيک کې لوبېږي.
تمه ده د المپیک لوبې د همدې جولای میاشتې له ۲۳مې پيل او د اګسټ په اتمه پای ته ورسېږي.
دا د ۲۰۲۰ کال المپیک دی چې په یو کال ځنډ په توکیو کې ترسره کېږي.