هنګري د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړی
![هنګري د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړی](https://gdb.rferl.org/ac1846b9-2aea-49a4-a98b-31069daa8f7b_w800_h450.jpg)
د هنګري صدراعظم وايي، هېواد بهیې د راروانې میاشتې له پیله د کرونا ضد واکسین د درېیمې ستنې لګولو انتخاب پېشنهاد کړي.
ویکتور اوربان نن ویلي، د کرونا ضد واکسین لګول به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته جبري شي.
اوربان دولتي راډیو ته وویل، اوس به د ډاکترانو د پرېکړې له مخې خلک اړ وي د دغه واکسین درېیم ډوز ولګوي.
د ده په وینا درېیم ډوز به تر دوهم ډوز لږترلږه څلور میاشتې وروسته خلکو ته لګول کېږي.
د هنګري د ۹ ملیونه او ۸ لکه وګړو له ډلې پنځو ملیونو او پنځو لکو کسانو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.
له دې سره حکومت هغه هدف ته رسېدلی چې د دې میاشتې په لومړیو کې یې ټاکلی و.