له ۱۹ تنه سورلۍ سره یوه روسۍ لادرکه شوې الوتکه پیدا شوه
![له ۱۹ تنه سورلۍ سره یوه روسۍ لادرکه شوې الوتکه پیدا شوه](https://gdb.rferl.org/a74565f5-4198-4f6b-aaeb-c77722aecbe7_w800_h450.jpg)
یوه روسۍ الوتکه چې له ۱۹ تنه سورلۍ سره لادرکه وه، پیدا شوې او راپورونه وايي تر اضطراري ناستې وروستهیې ټوله عمله او سورلۍ ژغورل شوې ده.
د سایبریا د تومسک چارواکو او د هوايي چلند فدرال ادارې یوه مقام نن ویلي چې الوتکه نن تر الوتنې لادرکه وه چې دوه ساعته وروسته بېرته پیدا شوه.
د سیلا په نوم هوايي کمپنۍ چې دغه الوتکهیې مربوط ده ویلي ټوله عمله او سورلۍ تومسک ښار ته نږدې له اظطراري ناستې وروسته ژغورل شوې ده.