د اروپا د فوټبال ملتونو جام پایلوبه ایټالیا وګټله
![د اروپا د فوټبال ملتونو جام پایلوبه ایټالیا وګټله](https://gdb.rferl.org/4726dc2f-a8b8-4293-a3e3-f2d8a02cc3b9_w800_h450.jpg)
تېره شپه د اروپا د ملتونو جام د ۲۰۲۰م کال د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه ایټالیا وګټله.
د انګلستان په وړاندې دغه مسابقه تېره شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویمبلي سټوډیوم کې وشوه.
مسابقه تر پایه یو د یو په وړاندې مساوي روانه وه، خو په پنلټي شوټونو کې انګلستان دوه، خو ایټالیا وتوانېد درې ګولونه ووهي او اتلولي خپله کړي.
د اروپا د ملتونو جام دغه سیالۍ چې تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډېدې د جون پر ۱۱مه پیل او پرون د جولای پر ۱۱مه پای ته ورسېدې.