چارواکي: د افغانستان بېلابېلو سیمو کې نږدې ۱۱۰ طالبان ووژل شول
افغان چارواکي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو پر مهال د نږدې ۱۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کاپیسا امنیه قومانداني ادعا کوي چې ۴۰ طالبان تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي دي چې د ملي امنیت صفر یو قطعې په تګاب کې د ښځو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.
همداراز چارواکو د کندهار په ډنډ او ارغنداب ولسوالیو کې د ۲۶، د هلمند په کجکي او نهر سراج ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې د ۲۰، د جوزجان او سرپل پر لویه لاره د ۱۱، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۷ او د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د ۴ وسلهوالو د مړینو خبر ورکړی.
افغان حکومت او طالبان تل یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي، خو د هغو تأیید ګران کار دی ځکه چې رسنۍ د جګړو سیمو ته لاسرسی نهلري.