د ایټالیا فوټبال لوبډله د اروپايي ملتونو جام سره کور ته ستنه شوه
د ایټالیا د فوټبال لوبډله نن د اروپايي ملتونو له جام سره کور ته ستنه شوه.
ايټالیا برايي شپه د اروپايي ملتونو د جام په پایلوبه کې انګستان ته په پنالټي شوټونو کې ماتې ورکړه او دا جامیې وګاټه.
ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
بلخوا د برتانیا صدراعظم بورېس جانسون له بېګانۍ ماتې وروسته د انګلنډ د لوبډلې پر غړو د نژادپالنې بریدونه وغندل.
جانسون پر ټویټر ولیکل، انګلیسي لوبغاړي باید د اتلانو په څېر وستایل شي، نه دا چې پر ټولنیزو شبکو په نژاد پالونکو تبصرو وغندل شي.