کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه
په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه .
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون رئیس سیف الدین تندغان نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د پچې اچونې په دغو مراسمو کې ۳۰۰چاپ اچوونکي او له بېلابېلو ولایتونو ١٦ لوبډلې ټاکل شوي دي.
ښاغلی تندغان وایي، د وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ د حوت په ١٥ پیلېږي او څه باندې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړي وویل چې د لوبې له جوړولو هدف دا دی څو غوره چاپ اچوونکي په درېیو کټه ګوریو کې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.