جرمني کې یو عراقی ملا د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم په بند محکوم شو
![جرمني کې یو عراقی ملا د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم په بند محکوم شو](https://gdb.rferl.org/F6F06C6C-9F25-4B79-8A8C-D9D5EADA903E_w800_h450.jpg)
د جرمني محکمې یو عراقی ملا چې ویل کېږي دغه هېواد کې د داعش ډلې عملیاتي مشر و، د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم، په ۱۰ کاله او شپږ میاشتې حبس محکوم کړ.
محکوم شوی کس احمد عبدالعزیز عبدالله عبدالله نومېږي چې په ابووالا مشهور دی.
نوموړی د هغې جهادي شبکې په مشرۍ تورن دی چې اروپا کې ځوانان سخت دریځۍ ته هڅوي او عراق او سوریې ته د هغوی په سفرونو کې مرسته کوي.
محکمې دغه ۳۷ کلن سړی یوه ترهګریز بهرني سازمان کې د غړیتوب، د تاوتریخجنو طرحو له جوړولو سره د مرستې او د ترهګرۍ د تمویل په خاطر مجرم پېژندلی دی.
د سل (Celle) ښار په دې محکمه کې درې کسان نور هم په اته اته کاله بند محکوم شول.