لوګر کې ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
![لوګر کې ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي](https://gdb.rferl.org/417F6586-F432-4F24-B839-417372FB7906_cx0_cy27_cw78_w800_h450.jpg)
د لوګر ولایت پولیسو ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول.له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې ۳۶۰کیلوګرامه خام چرس ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړای شوي وو.
د دې موادو د ساتنې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په یوه بله پېښه کې په بلخ، پروان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د نشه يي موادو ۹ خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.