۵۰ تنه د قاچاق په تور عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل شول
![۵۰ تنه د قاچاق په تور عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل شول](https://gdb.rferl.org/C8E74F25-B630-4622-91AE-14D28BDB85E4_w800_h450.jpg)
امنیتي ادارو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۵۰ کسان عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د افغانستان له پنځلسو ولایتونو څخه ۵۰ کسان د نشه يي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شوېو کسانو کې داسې خلک هم شته چې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې یې نشه يي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کول.