تونس کې د ۴ پوځیانو د وژنې مسوولیت داعش ومانه
په تونس کې د څلورو پوځیانو د وژنې مسوولیت داعش ډلې ومانه.
د سایټ په نوم د تروریستي ډلو د انلاین فعالیتونو د څارونکې ډلې د راپور له مخې دا سرتېري د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په هغو درېیو چاودنه کې ووژل شول چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا پلان شوي وو.
د راپور له مخې دې ډلې د جاسوسۍ په تور د یوه سړي سر هم پرې کړی دی.
تونس په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر زین العابدین بن علي له لېرې کېدو وروسته د تُندلارو اسلامي ډلو د حملو له یوې څپې سره مخامخ دی.