مککېنزي: افغانستان کې د داعش بریدونه د طالبانو پرتله کمرنګه دي
![مککېنزي: افغانستان کې د داعش بریدونه د طالبانو پرتله کمرنګه دي](https://gdb.rferl.org/9C1555AB-C616-4C28-90CC-76B43EF8F290_w800_h450.jpg)
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ سنټکام 'Centcom' مشر وایي، طالبان په (ښکاره) ډول افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل دي.
جنرال کېنیت مککېنزي 'Kenneth McKenzie' پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) د منځني ختیځ د سفر پر مهال وویل، داعش هم په واضح ډول ځینې بریدونه کړي، خو په خبره یې د دغې ډلې بریدونه د طالبانو د بریدونو پرتله کمرنګه دي.
مککېنزي زیاته کړې چې داعش او طالبان په ګډه د هېواد په کچه د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه او ځینو ښاري سیمو کې هدفي وژنې کوي.
مکېنزي خبریالانو ته ویلي:"تاوتریخوالی امریکا او یا هم د ناټو ایتلاف ته نه دی متوجه، دا افغان امنیتي ځواکونو او خپله افغانانو ته پېښ دی."
نوموړی زیاتوي، "په اصولو کې" د طالبانو له خوا کېږي.
له دې وړاندې په افغانستان کې هم د نړیوالو ځواکونو قوماندان ویلي و چې طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راوستلی.
طالبان بیا وایي، دوی تاوتریخوالی او لویو ښارونو کې بریدونه کم کړي او له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې پر مادو یې عمل کړی دی.