ینس سټولټنبرګ: په عراق کې د ناټو روزنیز ماموریت پراخوو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو د دفاع وزیرانو په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې عراق ته د درې نیم زره سرتېرو په استولو سره دې هېواد کې د ناټو روزنیز پروګرام پراخ کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ پرون پنجشنبې(د سلواغې ۳۰مه) له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې له دې اقدام سره به په عراق کې د ناټو د پوځي ځواکونو شمېر له پنځه سوو څخه څلور زرو ته لوړ شي.
هغه زیاته کړه: "موږ پرېکړه وکړه چې په عراق کې د ناټو روزنیز ماموریت پراخ کړو، څو د عراقي ځواکونو چې د ترورېزم پرضد جګړه کوي او د داعش ډلې د ستنېدو مخه نیسي ملاتړ وکړي."
د عراق حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې پرضد بریا اعلان کړه.