کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالب پلاوي په اړه معلومات ورکړل
![کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالب پلاوي په اړه معلومات ورکړل](https://gdb.rferl.org/BBF8F326-CD7A-4A7F-A983-0068C7FAA1F7_w800_h450.jpg)
په کابل کې د ترکمنستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرته د طالبانو د پلاوي د ترکمنستان د سفر په اړه، معلومات ورکړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، څرګنده کړه چې محمد حنیف اتمر د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره نن په کابل کې وکتل.
د دې لیدنې کتنې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې طالبانو د ترکمنستان له چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تېره اوونۍ ترکمنستان ته تللی و.