کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان د سټرازنېکا واکسین تایید کړ
![کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان د سټرازنېکا واکسین تایید کړ](https://gdb.rferl.org/1ce48714-961d-4e1e-90c7-2156acb5b96a_w800_h450.jpg)
د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د سټرازنېکا واکسین تایید کړ.
هند د دې واکسین پنځه لکه ډوزه افغانستان ته ورکړي دي چې ټاکل شوې ده په لومړي ګام کې روغتیا پالان او بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته ورکړل شي.
د هند د سیروم انسټیټیوټ او د جنوبي کوریا سټرازنیکا اېس کي بیوي شرکت دا واکسین په ګډه تولید کړی دی.
په افغانستان کې تر اوسه په کووېډ- ۱۹ناروغۍ څه باندې پنځه پنځوس زره پنځه سوه کسان اخته شوي دي چې له دې ډلې دوه زره څلور سوه اته ویشت مړه شوي دي.