پوهنې وزارت: د کیفیت له اړخه په پوهنې بهیر کې ډېرې ستونزې دي
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په تېرو شلو کلونو کې په پوهنه کې د کمیت لپاره کار شوی خو له کیفیتي پلوه ستونزې زیاتې دي.
د افغانستان پوهنې وزارت وايي، په تېرو شلو کلونو کې د کمیت له پلوه د زده کوونکو او ښوونکو د جذب په برخه کې کافي کار شوی خو مني د کیفیت له پلوه لا هم ستونزې موجودې دي.
د دغه وزارت سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکوونې ناستې ته وویل، چې دغه وزارت په تېر یو کال کې تر ډېره د کیفیت رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
حميدي زياته کړه: "موږ خو کمیت ته زیات کار کړی او هدف دا دی چې له دې وروسته پر کیفیت کار وکړو، د نوي رهبري ټیم سره موږ په یوې نوې پالیسي موافقه کړې چې له دې وروسته د پوهنې وزارت اصلي هدف ښوونځي دی، او که موږ خپله پالیسي مکتب محوره کړو، په دې باوري یو چې هغه خدمتونه چې موږ غواړو په کیفت سره یې تر زده کوونکو ورسوو انشاءالله چې جوګه به یې شو."
مېرمن حمیدي وویل په روان لمريز کال کې په ټول افغانستان کې ۶۵۰ نوي ښوونځي جوړ شوي او په خبره یې له دې وروسته به د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره د دغه هېواد په هره سیمه کې ښوونځیو ته پام زیاتېږي تر څو د منظم سیسټم له مخې درسي کیفیت په کې لوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په خوست ولایت کې د یوې نوې لیسې د ګټې ته اخیستنې په مراسمو کې پر پوهنې وزارت نیوکه کړې وه چې لا یې هم له کیفي اړخه په تدرسي نصاب کې ستونزې شته.
خو مېرمن حمیدي وایي چې راتلونکي لمریز کال لپاره به د تدرسي نصاب په برخه کې ستونزې هوارې او پر زده کونکو به په نوې بڼه چاپ شوي کتابونه ووېشل شي.
د پوهنې وزارت د سرپرستې په خبره، راتلونکي پوهنیز کال کې به د ټول هېواد په کچه زده کوونکو ته ۱۲.۲ میلیونه تازه چاپ شوي کتابونه ووېشل شي او په خبره یې ۳۷ میلیونه نور تدریسي کتابونو تر چاپ لاندې دي چې ژر به یې چارې بشپړې شي.
نوموړې په ۱۳۹۹ کال کې د اسلامي تعلیماتو د نصاب د بشپړېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې ۲.۲ مېلیونه تدرسي کتابونه چمتو شوي دي.
مخکې تر دې د افغانستان د پوهنې په برخه کې د اسلامي تعلیماتو په نصاب کې د ستونزو په اړه انتقادونه موجود وه او له تېرو څو کلونو دغه نصاب نه وو بشپړ شوی.