د سپېنې ماڼۍ مرستیال ویاند 'ټي جي داکلو' استعفا ورکړه
![د سپېنې ماڼۍ مرستیال ویاند 'ټي جي داکلو' استعفا ورکړه](https://gdb.rferl.org/C92F65AE-81C2-4846-93EA-D2F6AF065D5C_w800_h450.jpg)
د سپېنې ماڼۍ مرستیال ویاند ټيي جی داکلو د یوې ښځینه خبریالې د ګواښلو په خاطر استعفا ورکړه.
داکلو په خپل ټوېټر د استعفا خبر ورکړی دی. هغه ویلي له دې چې د پولتیکو خپرونې ښځینه خبریالې ته یې د نه منلو وړ خبره کړې د خپلو خبرو په خاطر متاسفه دی او په خاطر یې استعفا ورکړې.
له دې مخکې ښاغلي داکلو د پولتیکو خپرونې د خبریالې تارا پالمري د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ده د شخصي ژوند او د اکسیوس وېب پاڼې له یوې خبریالې سره یې د اړیکو په اړه ترې کړې وه، تارا سخته ګواښلې وه.
د سپېنې ماڼۍ ویاندې جن ساکي هم د جي تي داکلو د استعفا په تایید سره په ټوېټر باندې لیکلي ، د سپینې ماڼۍ کارکوونکي باید د ولسمشر جوبایډن معیارونو ته چې په دروند او شرافتنمندانه چلند ټینګار لري متعهده پاتې شي.