ترکیه: کُرد ملېشو ۱۳ ترکان په عراق کې وژلي
![ترکیه: کُرد ملېشو ۱۳ ترکان په عراق کې وژلي](https://gdb.rferl.org/D6B39CA9-CF2D-4F28-BB1E-787D6ED37629_w800_h450.jpg)
د ترکیې چارواکي وايي، کُرد ملېشو ۱۳ ترکان په عراق کې وژلي دي.
د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار نن یکشنبه (د سلواغې ۲۶مه) اعلان وکړ، ترکي پوځيانو د هغو ۱۳ ترکانو مړي وموندل چې د کُرد وسله والو له خوا د عراق په شمال کې تښتول شوي وو.
ترکي پوځیانو د فبروري په لسمه د دغو کسانو د لټون عملیات پيل کړي وو.
د عملیاتو پر مهال د کُردانو د کارګر ګوند 'پي.کې.کې' ۴۸ غړي او دوه ترکي عسکر وژل شوي.
د ترکیې دفاع وزیر ویلي، د کُردانو د کارګر ګوند دوه وسله وال نیول شوي هم دي.
نیول شوېو کسانو اعتراف کړی چې د د دوی ملګرو ۱۳ ترکان وروسته له هغه ووژل چې د ترکیې د پوځیانو له عملیاتو خبر شول.