امریکا کې د کرونا ضد څه باندې ۵۰ ملیونه دوزه واکسین وشو
![امریکا کې د کرونا ضد څه باندې ۵۰ ملیونه دوزه واکسین وشو](https://gdb.rferl.org/D52E47EF-F9F3-4417-84E5-949AE2E1CDD4_w800_h450.jpg)
په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز وايي، تر پرون (شنبې) پورې په دغه هېواد کې د کرونا ضد څه باندې ۵۰ ملیونه دوزه واکسین شوی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې مرکز دا هم ویلي چې تر اوسه څه باندې ۶۹ ملیون دوزه مودرنا او فایزر واکسینونه خلکو ته ورکړل شوي دي.
له دې راپور سره سم، ۳۷ ملیونو امریکایانو تر اوسه یو دوز او څه باندې ۱۳ ملیونو نورو دوهم دوز واکسین کړی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د کرونا په کافي اندازه واکسین لري او تر دوبي پورې به ټول امریکایان واکسین شي.