د میدان وردک والي: د بهسودو پېښې په اړه دولتي پلاوي څېړنې پای ته رسولي
![د میدان وردک والي: د بهسودو پېښې په اړه دولتي پلاوي څېړنې پای ته رسولي](https://gdb.rferl.org/E18E428E-0A0F-4352-A904-119D7C9794DA_w800_h450.jpg)
د میدان وردک ولایت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د جمعې ورځې پېښې په تړاو سیمې ته لېږل شوي پلاوي خپل څېړنې بشپړې کړي دي.
د میدان وردک والي عبدالرحمان طارق ازادي راډیو ته وویل، سیمهییزه اداره د دې پلاوي د څېړنو د پایلو په اړه جزئیات نه لري او پلاوی به خپل ټول راپور د حکومت له رهبرۍ سره شریک کړي.
ښاغلي طارق زیاته کړه: "موږ د کار په جریان کې نه وو. دا یو ځانګړی پلاوی و، څو له خلکو سره وګوري. یوازې دومره پوهېږم چې خلکو سره یې لیدلي او جزئیات یې د دولت له رهبرۍ سره شریک کړي دي."
له تېرې جمعې راهیسې د میدان وردک ولایت د بهسودو په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ چې ځان سیمهییز پاڅون کوونکي بولي د نښتې له امله، هلته وضعیت ترینګلی شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د عبدالغني عليپور اړوند وسلهوالو د خلکو په یوه لاریون له ډزو وروسته یو شمېر سرتېري ټپیان کړي.
خو په ولسي جرګه کې د میدان وردک ځینې استازې،د پېښې ټپیان او د سیمې خلک بیا وايي، پر لاریون کوونکو امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي.
په دې پېښه کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې ټول اړخونه روښانه نه دي.