افغان سوداګر خوست کې د پاکستان د کونسلګرۍ پرانیسته غواړي
دوی وايي، په اوس وخت کې د خوستیو سوداګرو تشې لارې تورخم ته ځي او هلته پاکستان ته د تګ د یوې پېرې لپاره لږ تر لږه شل ورځې منتظر پاتې کېږي، ځکه د غلام خان په لاره افغاني بار وړونکي موټر له صفري نقطې مخته نه پرېښودل کېږي.
د جمعې په ورځ یادې څرګندونې خوستیو سوداګرو د غلام خان لارې د ستونزو په هوارولو کې د ولسي جرګې د یو غړي غفارخان تڼي د هڅو د ستاینې په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.
خوستیو سوداګرو د ولسي جرګې استازي غفارخان ته د سرو زرو مډال ورکړ.
خوستي سوداګر محمدانور افغان ازادي راډیو ته د غلام خان د لارې په اړه وویل: " خوست کې باید کونسلګرۍ ایجاد شي، یو دا نه چې د خلکو د ویزو مسئله ده، دلته زموږ سترې لارې د غلام خان د صفري نقطې څخه اخوا نه پرېږدي، د پاکستان دولت وايي چې ته اجازه لیک نه لرې، په تورخم ولاړ شه، زموږ لارۍ تورخم ته ځي، هلته ۲۵-۲۰ ورځې انتظار کوي، څو چې د یوې پیرې وار ورکړی شي، که موږ دلته کونسلګري ولرو، دوی به دلته موږ ته روډ پاس راکړي، په کرایو او توکو کې زیاته ارزاني راځي، نو دا ګټه د افغانستان ټول ولس ته ده."
خوستي سوداګر زیاتوي، دوی دا شل کاله د غلام خان د لارې د ټرانزیټ کېدو غوښتنه کوي، خو ایله اوس وخت کې يې په اداري چارو کې څه نا څه پرمختګ شوی چې دوی هیله من دي په دې لاره به د ټولو قانوني توکو صادرات او واردات پیل شي.
د دوی په وینا، کله چې له پاکستاني سوداګرو د انټرنیټي شبکو یا ټیلیفون په واسطه توکي واخلي، نو ځینې وخت يې کیفیت هسې نه وي، لکه دوی چې سودا کړي وي، نو په دې سره سوداګرو او عام خلکو ته زیان رسیږي.
په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې د مدیر هیات مشر حاجي شهباز ګربز بیا په خپلو خبرو کې په داخل کې هم ځیني خلک سوداګرو ته د مزاحمتونو په جوړولو تورنوي.
دی وايي، مشکوک موټر باید ښه تلاشي شي، خو په اوسني وخت کې يې اساسي لاره دا ده چې د تلاشۍ ښه ټکنالوژي ورته نصب شي، نه دا چې په لاسونو ټول مالونه ګډ وډ او خراب کړي.
د خوراکي توکو یو سوداګر انور تڼی غوښتنه کوي چې د ګمرک د محصول د تحویلۍ لپاره دې په غلام خان کې بانک خپله نماینده ګي پرانیزي.
دوی وايي، که دوی د ترکاریو او چرګانو محصول د خوست په ګمرک تحویلوي، له یوې خوا ورباندې وخت ډېر تیریږي او بل لوري ته دا شیان زیانمنیږي.
د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر نواب امیرزی د سوداګرو یادې ستونزې مني او وايي چې دې ستونزو په دې ولایت کې د سوداګرۍ د پرمختګ مخه نیولې ده.
ده د شمالي وزیرستان پر چارواکو هم نیوکه وکړه چې دوی سره يې تر بنو پورې د افغاني موټرو د تګ په هکله کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
نواب امیرزي یو شمېر کشفي او امنیتي ادارې هم د دوی په چارو کې په لاسوهنو تورنې کړې او ويې غوښتل چې هره اداره دې د خپلو کاري لوایحو په رڼا کې فعالیت وکړي.
بل لوري ته د ولسي جرګې استازی غفار خان تڼی وايي چې دا شل کاله چارواکو د دې لارې د ټرانزیټ کېدو ژمنې کړي خو اوس دا هیله مندي پیدا شوې چې ممکن ډېر ژر د دې کار د عملي کېدو شاهدان واوسو.
ده وویل، دومره تاسیسات شته چې اوس لاس په لاس ورڅخه کار اخېستل کېږي، خو د مرکزي حکومت سره په غلام خان کې د تأسیساتو د جوړولو بودجه شته چې ښايي په نږدې ورځو کې يې د تأسیساتو د جوړولو کار هم پیل شي.
یاده دې وي، د غلام خان لاره چې کراچۍ بندر ته د نورو لارو پرتله نږدې ۴ سوه کیلومتره کمه ده، د دې سیمې د دواړو لورو خلکو يې په پرله پسې توګه د ټرانزیټ غوښتنې کړي دي.
د افغان حکومت چارواکي ویلي چې په اصولو کې د غلام خان بندر د ټرانزيټ کېدو پر سر موافقه شوې او په مناسب فرصت کې به د دواړو هېوادنو د مشرانو یا استازيو له خوا د دې لارې ټرانزیټ کېدل لاسلیک او رسمي اعلان شي.