غور کې د کووېډ- ۱۹ روغتون کې اور لګېدلی
په غور کې د کووېد- ۱۹ د ناروغانو په روغتون کې اور لګېدلی دی.
د دې روغتون رئیس غلام نبي یګانه وايي چې دا اور د ګاز د یوه بالون د چاودنې له کبله لګېدلی دی.
ښاغلی یګانه وايي چې روغتون لا هم د سوځېدو په حال کې دی، خو د نوموړي په وینا پېښه که څه هم انساني تلفات نه لري، مګر خورا زیات مالي زیان یې اړولی دی.
د غور چارواکو ویلي چې اطفاییه سیمې ته رسېدلې او د اور د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي.