ننګرهار او پنجشېر کې له ۱۰۰کیلوګرامه ډېر چرس او تاریک ونیول شول
![ننګرهار او پنجشېر کې له ۱۰۰کیلوګرامه ډېر چرس او تاریک ونیول شول](https://gdb.rferl.org/0015EF9B-6E72-4F0F-984C-F45E550FC49D_w800_h450.jpg)
په ننګرهار او پنجشير ولايتونو کې پولیسو تر سلو کيلوګرامو ډېر چرس او تاریاک ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د رسنيو دفتر وايي، لومړي عملیات چې د سلواغې د میاشتې په ۱۳مه نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولايت کې وکړل، په نتيجه کې يې ۶۰ کيلوګرامه چرس ونيول شول.
په دوهم اقدام کې د پنجشېر ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۴۹ کيلوګرامه چرس او ۹ کيلوګرامه تارياک ونيول.
د دې دوو پېښو په تړاو درې تنه نيول شوي هم دي.