امریکا 'UNODC' سره له ۳ میليونو ډالرو زیاته مرسته وکړه
![امریکا 'UNODC' سره له ۳ میليونو ډالرو زیاته مرسته وکړه](https://gdb.rferl.org/998CFD6C-B048-45DF-8FEF-2A4887D54E61_cx57_cy1_cw42_w800_h450.jpg)
د امريکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې سره له درې میليونو ډالرو ډېره مرسته وکړه.
په کابل کې د امريکا سفارت په اعلاميه کې راغلي چې د امریکا متحده ايالاتونو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې يا 'UNODC'سره ۳ اعشاریه څلور میليونه ډالره مرسته وکړه، د دې مرستو هدف دا دی چې له افغان دولت سره په همکارۍ له نشه يي موادو سره مبارزې په برخه کې ولګول شي.
دا پيسې به د هرات په هوايي ډګر، حيراتان، تورخم، شيرخان، اسلام کلا، اقينه او زرنج پولو باندې ولګول شي، په دې ډول به د کنټرول سيسټم پياوړی او د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي.