ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي
![ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/E810DF8F-C229-4792-A149-F0371AB28D8A_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایت چارواکي په شېرزاد ولسوالۍ کې د هوايي ځواک په برید کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) سهار خپور شو ویلي چې په وژل شوېو کې طالبانو د سرې قطعې ۱۴ وسله وال او همدا راز د خالد په نوم یو سرګروپ له خپلو درېیو ملګرو سره شامل دي.
بیان زیاتوي چې په دې بمبارۍ کې د طالبانو د سرې قطعې لس تنه وسله وال هم سخت ټپیان شوي دي.
طالبانو د دولتي چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.