کرونا ضد واکسین؛ امریکایۍکمپنۍ جانسن اېنډ جانسن اجازه غواړي
د درمل جوړولو امریکایۍ کمپنۍ جانسن اېنډ جانسن د حکومت له مسوولو چارواکو غوښتي چې په بېړنیو حالاتو کې د دې کمپنۍ له خوا د کرونا ویروس پر ضد د جوړ شوي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.
که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا به په امریکا کې به درېیم واکسین وي چې خلکو ته ورکول کېږي او په دې توګه به په دې هېواد کې د کرونا پرضد د واکسین کمپاین هم زور واخلي.
د جانسن اېنډ جانسن واکسین له لوژستیکي اړخه ځیني امتیازونه هم لري او هغه دا چې د فایزر او بیو این تیک د واکسینونو په څېر دوه ډوزه نه غواړي او دې ته هم اړتیا نه لري چې په کنګل وهلي حالت کې واستول شي.
د امریکا د خوړو او درملو د ادارې له خوا یوه ټاکل شوې مشورتي کمېټه به د روانې فبروري میاشتې په ۲۶ مه نېټه د جانسن اېنډ جانسن د غوښتنې په اړه غور وکړي.