مصر کې د الجزیرې خبریال محمود حسین له بنده خوشې شو
![مصر کې د الجزیرې خبریال محمود حسین له بنده خوشې شو](https://gdb.rferl.org/1F40D9FC-4BFD-4406-9C9F-89D94F7F72BB_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د مصر حکومت د الجزیرې خبریال محمود حسین له بنده خوشې کړ.
هغه څلور کاله له محاکمې پرته په بند کې تېر کړل. د مصر امنیتي چارواکو او یوې څارونکې ډلې نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې حسین پرون ماښام له بنده خوشې شو.
د مصر د ژورنالېستانو یوې مدافع ډلې هم پر خپله فیسبوکپاڼه ویلي دي چې د الجزیرې دا خبريال د قاهرې د جنایي محکمې د حکم پر اساس خوشې شو.
خو د بشري حقونو لپاره د عربي شبکې په نوم ډلې ویلي چې د محکمې له حکم سره-سره محمود حسین تر اوسه هم خپل کور ته نه دی رسېدلی.
محمود حسین د مصر د دولتي بنسټونو پرضد د پارونو او د جعلي خبرونو په تورونو نیول شوی و.